د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی احمد خان د طالبانو پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې ورسره په روغتیايي برخو کې ژمنې کړي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد افتاب په دغه ولایت کې درملو پلورونکو ته خبرداری ورکوي، چې که په خپل سري ډول يې د درملو بیې لوړې کړې له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.
د لوګر اوسیدونکي د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د مرکز سربېره د لېرې پرتو ولسواليو له درملتونونو هم څارنه وکړي.
دغه کارخونه د یوه پانګه وال له لوري د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د څه باندې اووه مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې هره میاشت لسګونه زره بوتله بېلابېل ډوله درمل توليدوي.
ننګرهار د بهسودو یو ناروغ لرونکی جمیل وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شخصي درملتون لرونکي پر ناروغانو چې ډېری یې مسلکي نه دي، تاریخ تېره درمل پلوري چې ناروغ ته یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وي او آن د مرګ تر کومي یې رسوي.
د سنو فارما ریيس محمد سعيد صديق وایي، دا فابریکه په یو شفت یعنې اتو ساعتونو کې ۵ میلیونه او ۶ لکه ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او له ۶۰ زرو څخه تر ۹۰ زره بوتله پورې شربت جوړوي.
د خوست، کندهار او نورستان خلک په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، یاد کمپاین نن (چهارشنبه، ۸ د لیندۍ) پېل او پر مهال به یې ۸۵۶ زره څارویو ته درمل تطبیق شي.
ډاکټران اندیښنه لري که خلک له نسخې او تشخیص پرته درمل استعمال کړي نو د مرګ سبب یې کیدای شي، دوی لارښونه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته دې خلک په خپلسري ډول درمل نه کاروي.
No More Content