د سولې دویم پړاو خبرې چې همدا نن په پام کې نیول شوې وې، دوحې ته د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي له ور رسېدو سره به دغه خبرې پیل شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د هغوی د اساسي حقونو فاحش نقض دی او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي و، چې د امریکا حکومت او طالبان باید د یاد تړون د بشپړ تطبیق لپاره خپل منځي اړیکې زیاتې کړي.
اخوا بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا هم ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد نن له غرمې وړاندې له ښاغلي عبدالله سره چې د ده مرستیالان، د شورا مشرتابه غړي او د هېواد ځینې سیاسي شخصتیونه ول، په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
اطلاعات روز: د امريکا د استازو د بهرنيو اړيکو کميټې اعلان کړی چې ټاکل شوې ده سبا (پنجشنبه، ۲۶ د...
خليلزاد زياته کړې چې کله دواړه اړخونه د هلمند تړون ته ژمن وي، نو بايد د اختلافي وضعيت په تړاو په خپله په تړون کې له وړانديز شويو حللارو استفاده وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې مسکو غونډې ته د زلمي خلیلزاد د ګډون پرېکړه ښیي، له دې سره چې امریکا روسیې سره ژور اختلافات لري، افغان سولې پروسې او د لنډمهاله ادارې په رامنځته کولو کې سره هم نظره دي.
د ټويټر يوه کاروونکي د خليلزاد تر ټويټ لاندې ليکلي چې امريکا کولای شي د نوموړي له تجربو د سياسي حل لپاره ګټه واخلي، «ايا افغانستان ښه بېلګه نه ده؟»
خليلزاد تېره شپه (سېشنبه، ۲۵ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي: «داعش د طالبانو او نړيوالې ټولنې ګډ دښمن دی. د داعش پر خلاف همکاري کېدلای شي چې د راتلونکو اړيکو مهمه برخه وي».
خليلزاد په دې مرکه کې وايي، چې د امريکا په نظر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تروريزم وده نه ده کړې. دی په عين حال کې د داعش ګواښ جدي ګڼي او وايي، چې طالبان له داعش سره جنګېږي.