ننګرهار د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي او مړه شوي کسان یې خپلو کورنیو ته سپارلي.
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د يوه بس او مازدا موټر د ټکر له امله يو تن مړ شوی او ۶ نور کسان ژوبل دي.
د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو مرستيال مولوي شيرمحمد وحدت وايي، چې پيښه تېره ورځ د لښکرګاه-کندهار پر لويه لار د نهرسراج ولسوالۍ اړوند «شيندک مانده» سیمه کې د یو موټر سایکل، یوې مازدا او ويټز موټرو ترمنځ شوې ده.
هلمند ولایت کې د طالبانو په امنيې قومندانۍ کې يوې سرچينې وويل، چې پيښه تېره ورځ (جمعه، ۶ د سلواغې) د لښګرګاه ښار د دريمې حوزي اړوند د غوښو پلورلو هټيو سره د يو موټرسايکل او «بوکلین» موټر ترمنځ شوې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردهي» سیمه کې را منځته شوې.
نیمروز کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولايت د چخانسوري ولسوالۍ پر عمومي سړک د ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دا پېښه نن (شنبه، ٥ د کب) ماسپښین ٣:٣٠ بجې د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند «غزګي» سیمه کې شوې.
یو عیني شاهد عبدالله وایي، چې پېښه نن (یکشنبه، ۸ د سلواغې) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان دروازې او سروبي ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې شوې.
ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې پيښه نن (سې شنبه، ۵ د مرغومي) سهار د دې ولايت د چنارتو ولسوالۍ اړوند په «سور کوتل» سیمه کې د یوې مازدا ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه ترافیکي پېښه نن (سې شنبه، ۲۳ د لړم) غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د چپرهار ولسوالۍ اړوند «ډاګو» سیمه کې رامنځته شوې.