د کندهار د ډنډ ولسوالۍ يو تن کروندګر امين الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال یې د خټکیو حاصلات د وچکالۍ، زراعتي درملو نشت او نورو بېلابېلو افتونو له کبله کم شوي دي.
د انګورو باغ لرونکي وايي، د تازه انګورو کيفيت يې تر نورو بهرنيو انګورو ډير ښه دی، خو نړيوالو بازارونو ته د نه رسېدو له کبله اړ دي چې په ډير ټيټ قیمت يې په پاکستاني مارکيټونو کې وپلوري.
زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.
کروندګر ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او وایي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي نو ځکه خو یې کرکېله ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده.
سږکال کندهار کې زياتو کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم، ګازرې او سبزيجات کرلي خو په ورته وخت کې بزګران د امکاناتو نشتون له کبله د حاصلاتو د کمېدو خبره کوي.
د لوګر ولایت بزګران وايي، په کرل شویو ځمکو یې سږني حاصلات د تېر په پرتله خورا ښه دي، خو دوی د تر لاسه شوي حاصل د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سرټکوي او وايي، که یې پر وخت خرڅ نه کړي، نو خپل سر به هم ورته پوره نه کړي.
په لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه ډېر والی راغلی دی.
یو شمیر نور بڼ لرونکي که له یوې خوا د شفتالو حاصل ته خوښ دي، خو له بلې خوا د هېواد بازارونو کې ټېټې بیې اندېښمن کړي دي.
بزګران د تازه سبرجاتو له ټیټو بیو او د مناسب بازار له نشتوالي هم شکایت کوي او وایي، ډیر کله یې تازه سبزجات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.
د کرنې برخې پوهان وایي، د میوجاتو او سبزیجاتو لپاره د سړو خونو او پروسېس خونو جوړیدنه د کروندګرو لپاره یو اړتیا ده او د یادو توکو ساتنه د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري.